نن شاوخوا یولس نیمې بجې د ولسمشر کرزی ورور احمد ولی کرزی، چې د کندهار د ولایتی شورا مشر هم و، په خپل کور کې د یوه کس له خوا ووژل شو.
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبر پانې په خبرولو سره دا خبر تایید کړی دی.
ویل کیږي، احمد ولي کرزي چې د کندهار ولایت د ولایتي شورا د رییس په توګه دنده ترسره کوله د ده د یو ساتونکي له خوا چې د عارض په توګه ودانۍ ته ورغلی و، ووژل شو.
د چارواکو په وینا دغه وسله وال کس سردار محمد نومېده او د کندهار د ولایتي شورا مشر احمد ولي کرزی وواژه.
د کندهار د ولایتی شورا یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، چې احمد ولي کرزي روغتون ته په لار ساه ورکړه
د کندهار د پولیسو په وینا دغه کس د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی.