روسي چارواکي وايي، هيله نه لري، چې په والګا سين کې به له ډوبې شوې سفري بيړۍ کوم بل ژوندی پاتې شوی ومومي.
د روسيې د اضطراري حالت وزير سرګي شويګو پرون وويل، چې په دې چپه شوې بيړۍ کې کې تر اندازې زيات کسان سپاره وو.
د ده په وينا په بېړۍ کې، چې د يکشنبې په ورځ د تاتارستان جمهوريت مرکز کازان ته نژدې په والګا سين کې ډوبه شوه، ۲۰۸ تنه سپاره ول.
د تاتارستان د بيړنيو چارو وزارت وويل، چې د پنځو ماشومانو په شمول د ۴۱ تنو مړي موندل شوي دي.
درست موندل شوي مړي د روسانو دي. تراوسه په دې باب مالومات نشته چې ايا په بيړۍ کې بهرنيان هم سپاره وو او کنه وو.
د روسيې ولسمشر ديميتري مېدوېديف وويل، چې د بيړۍ وضعيت ښه نه و. ده د روسيې د ټولو ترانسپورتي وسايطو او تاسيساتود بيا کتنې امر وکړ.
نن (سې شنبه) به په روسيه کې د دې پېښې په خاطر د عمومي وير ورځ وي.