مقامات وايي، چې د امريکا يوې بې پېلوټې الوتکې پرون د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په قبايلي سيمه کې پر يوې کلا بريد وکړ او لږترلږه لس تنه سخت دريځي يې ووژل.
يوه پاکستاني چارواکي وويل چې د بې پېلوټې الوتکې په حمله کې، چې د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته نژدې په دته خېلو کې وشوه، يو کور او يو موټر په نښه شول.
د مې له دوهمې نېټې راوروسته، چې اسامه بن لادن د امريکايي کومانډو ځواکونو په وسيله په ايبټ اباد کې وژل شوي، تراوسه پورې د امريکا بې پېلوټو الوتکو د پاکستان پر قبايلي سيمو شاوخوا شل بريدونه کړي دي.
د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو را په دې خوا د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوي دي.