د فرانسې دفاع وزارت وايي، چې پرون (دوشنبې) يې په افغانستان کې يو عسکر د يوه بل فرانسوي عسکر له لوري په تصادفي ډول ووژل شو.
د فرانسې دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې پېښې په اړه، چې پرون سهار وختي په تګاب کې شوې، تحقيقات پيل شوي دي.
ويل شوي، چې عسکر سخت ټپي شوي و، خو وروسته له دې چې په کابل کې پوځي روغتون ته ورسول شو، ساه يې ورکړه.
په افغانستان کې نژدې څلور زره فرانسوي پوځيان د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي.
اکثره فرانسوي پوځيان په کاپيسا ولايت او همداراز په سروبي ولسوالۍ کې ځای پر ځای دي.
تېره مياشت د فرانسې ولسمشر نيکولاسرکوزي وويل، چې د روان کال په پای کې به څو سوه فرانسوي پوځيان له افغانستانه وباسي.