بې وزلي ماشومان
د افغانستان د اساسي قانون په نهه څلویښتمه ماده کې راغلي، چې پر ماشومانو د کار تحمیل جواز نه لري، خو کومې څیړنې چې د بشري حقونو د کمیسیون له خوا تر سره شوي ښيي، هغه افغان ماشومان چې په سرکونو کې کار کوي ۴۳فیصده یي له دوولسو کلونو کم عمر لري.
د افغانستان د ډیرو ښارنو په پیاد رو کې داسې ماشومان شته چې په دې ګرمه هوا کې ناست دي او د بېلابېلو شیانو د خرڅولو چغې وهي .
د کندهار اوسیدونکی نجیب وایي، چې په دې وروستیو کې شتمن لا پسې شتمن شول، خو خوار او غریب یوې مړۍ ډوډۍ ته حیرا ن دی.
نو ځکه د معصومو او بې وزلو ماشومانو دا حال دی.
ډیر کسان بیا په دې باور دي چې د ماشومانو د کار په برخه کې تر یوه حده کورنۍ هم ملامتې دي.
دوي باید پرې نه ږدي چې نازولې ماشومان یي پیسو پیدا کولو ته اړ شي.
په افغانستان کې اوږدو جګړو په پراخه کچه ماشومانو ته، جسمي روحي، مادي او معنوي تاوانونه اړولي دي.
پلار مور او د کورنۍ نور غړي یي چې دوي ته یې ډوډۍ پیدا کوله بې ګناه قرباني شوي.
د چهار اسیاب اوسیدونکې ماګل وایي، چې خاوند یي اته کاله وړاندې شهید شو، اوس مجبوره ده چې خپله کار وکړي او په وړو ماشومانو هم ترکاري خرڅه کړي.
د کندهار اوسیدونکی عثمان بیا وایي، هغه کورنۍ چې د ماشوم کار کولو ته ډیرې اړي دي او د پیسو د پیدا کولو لپاره بله هیڅ لاره نه لري نو دومره خو کولای شي چې وخت ناوخت ماشومان وڅاري چې چیرې او له چا سره کار کوي ؟
وسله په کور کې
یو بد دود چې تیرو اوږدو جګړو موږ ته په میراث پریښی هغه په ډیر کورنو کې د وسلو ساتل دي.
وسلې په پخوا وختونو کې هم ځینو کسانو له ځان سره ګرځولې، خو دومره نه لکه اوس چې په کورونو کې لیدل کیږي.
د وسلې په لیدلو سره ماشومان غیر مستقیم تشویقیږي چې ګواښې د وسلې ساتل ستره میړانه ده، بیا نو هماغه وي چې له کوچنی والې نه مینه ورسره پیدا کوي.
او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.
دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.