د وړو نجونو د ودولو دود ولې نه ختمیږي

د نړۍ نيمايي ښځې په نا ډاډمنو دندو بوختې دي

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپورکې ویل شوي د نړۍ د ښځو له نیمایي زیاته برخه نا ډاډمنې دندې لري او په زیاتو مواردو کې د کارګرۍ د قوانینو له امتیازاتو هم محرومې دي.

په راپور کې ویل شوي، د نړۍ شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ښځې په هغو هېوادو کې ژوند کوي چې کورنۍ شخړې او تاوتریخوالی په کې جرم نه ګڼل کیږي.

د نړۍ د اته ویشتو هېوادونو د پارلمانونو د غړېو په سلو کې ۳۰ ښځې دې.

د ملګرو ملتونو دا راپور چې د دې سازمان د ښځو کمیسیون برابر کړی، ښځو ته د قانوني مرستو د برابرولو په کار کې یي د قرغزستان او پاکستان ستاینه کړې ده.

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شﺉ


د ښځینه نرسانو لومړې پروګرام

د ښځینه نرسانو د روزنې لومړی پروګرام به ډېر ژر په خوست، ننګرهار، سمنګان او بامیان ولایتونو کې پیل شي.

د افغانستان د روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې په یادو ولایتونو کې د ښځینه نرسانو د روزنې لپاره ښوونځي جوړ شوی او د هغو تړونونو له مخې چې د اغا خان او هیلت نټ له روغتیايي موسسو سره شوی دا موسسې به د نرسنګ زده کوونکو ته د زده کړې معیاري چاپیریال، درسي توکي،لابراتوارونه، کتابتون، لیلیه او نورې اسانتیاوې برابروي.

د نرسنګ په دغو ښوونځيو کې چې د نهمو او دولسمو ټولګیو زده کوونکي جذبېږي د دوو کلو په موده کې یوسلو پنځوس نرسانې وروزل شي.

د روغتیا وزارت وایي، چې دمګړۍ په افغانستان کې درې زره نرسانې فعالیت کوي خو دغه وزارت شاوخوا شپږ زره ښځینه نرسانو ته اړتیا لري.

په پکتیا کې د ښځو لپاره کتابتون

د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ښځو لپاره لومړنی کتابتون جوړ شو.

پژواک خبري اژانس خبر ورکوي، چې دغه کتابتون د پکتیا د ښځو چارو ریاست په ودانۍ کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ادارې یوناما په همکارۍ جوړ شوی او کابو درې زره علمي، ادبي ، سیاسي او معلوماتي کتابونه لري.

۷۰سلنه نجونې مخکې له ۱۶کلنې نه ودې شوي

د کم عمره نجونو ودول د افغاني ټولې هغه ستونزه ده چې له توسنه یې ګڼې ښځې له ګواښونو او تاوترخوالو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان یوه سروي ښيي چې په افغانستان کې د ناوړه دود دستور، بې وزلۍ او ناپوهۍ له امله په سلو کې پنځه اویا نجونې مخکې له دې چې شپاړلس کلنې شي ودېږي.

دغه نجونې څه نادودې ګالي او له کومو ستونزو سره مخ کېږي د هغو ښځو په خبرو کې به یې واورو چې له لس تر څوارلس کلنۍ کې ودې شوي دي.

د کندهار اوسېدونکې زرغونه چې په پنځه څلوېښت کلنې کې له پښو پاتې ده وایي چې په یولس کلنې واده شوې.

ډېری نجونې کورنۍ د ولور د اخیستو لپاره په واړه عمر بې له دې چې د هلک عمر او کورنۍ ته پام وکړي ودوي کریمه چې اوس شپږ ماشومان لري وایي، چې پلار پیسې پرې واخیستې او دا یې وړه زاړه سړي ته ورکړه.

په کم عمر د نجونو د ودولو له امله ګڼې نجونې د تعلیم له حقه محرومېږي، له همدې امله د افغانستان په ګڼو لرې پرتو سیمو کې یا خو د لیسې په دوره کې هېڅ زده کوونکې نه شته او یا هم ډېرې لږې دي .

سلما هغه مور ده، چې په څوارلس کلنې کې یې د دې له خوښې پرته واده شوې له ښوونځي پاتې شوې او په ژوند کې یې د ناخوالو له امله اوس د پلار په کور اوسي.

سلما زیاتوي، چې په ماشومتوب کې او پرته د نجلۍ له رضایته دې واده نه کېږي .

ګڼې وړې نجونې کله چې واده شي د کور په کاله کېدو نه پوهېږي نو له دې امله هم له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د پروان ولایت اوسېدونکي فوزیه په لس کلنۍ کې واده شوې دا وایي، چې په ژوند نه پوهېده او ډېر ځله وهل شوې او ښکنځل شوې ده.

تر اوسه مو د هغو ښخو دردوونکې کیسې اورېدې چې په کم عمر د ودونو له امله یې ژوند تریخ شوي.

د زیږون پر مهال وقفه

په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې څلور لوی علتونه د امید وارېو ترمنځ د وقفې نه راوړل، بې وزلي، روغتیایي خدمتونو ته نه لاس رسي او تر ټولو لوی علت یې په واړه عمر د نجونو ودول ښودل شوي دي.

د ښځینه ناروغیو متخصصه ډاکټره ګلنار مصلح رشیدي تر اتلس کلنۍ په کم عمر د نجونو ودول ډېر خطرناک بولي وایي، چې تر اتلس کلنۍ پورې نجونې له روانې او جسمي پلوه واده او مور کېدو ته تیارې نه وي.

د افغانستان په مدني قوانینو کې د نجونو د واده عمر شپاړلس کلني ټاکل شوې ده خو له بده مرغه د قوانینو د نه پلي کېدو له امله ډېر وخت د واده دغه قانوني عمرهم په پام کې نه نیول کېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهندوي عبدالقادرعدالتخواه وايي، چې په مدني قانون کې د واده عمر ټاکل شوی خو داسې ماده نشته چې د وړو نجونو د ودولو په جرم څوک سزا وویني.

ځینې میندې چې په خپل ځان او د کورنۍ په نورو ښځو یې د واړه عمر د واده سختې لیدلي اوس په دې پوه شوې چې خپلې لوڼې په واړه عمر واده نه کړي.

د لوګر اوسېدونکې مرجانه وایي، چې لوڼې لري خو تر څو چې ښوونځی یې نه وي خلاص کړی او اتلس کلنې شوي نه وي نه یې ودوي.

د کندهار اوسېدونکې زرغونه وایي، چې نجونې له شرم او حیا نه د خپل واده په اړه خبرې نه شي کولای نو دا مور او پلار مسوولیت دی چې د لور ژوند ته پام وکړي او مخکې له شل کلنۍ یې واده نه کړي.

په کابل کې د شاه دوشمشېره د جومات خطیب مولوي محمد یاسین وایي، چې د اسلام له نظره هم مخکې له بلوغه د نجلۍ او هلک ودول ناروا کار دی او هغه دیني عالمان چې دغسې نکاح تړي په حقیقت کې د دوي د ژوند د خرابېدو عاملین دي .

د ټولنیزو چارو کارپوهان په دې نظر دي چې له جسمي، فکري او رواني بلوغه مخکې په کم عمر د نجونو د ودولو د مخنیوي لپاره باید د خلکو د پوهاوي او د دغه شان ودونو د زیانونو د را څرګندولو په برخه کې کار وشي.

دغه راز د ودونو رسمي ثبتېدنه هم تر ډېره حده په کم عمر د ودونو مخه نیولای شي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شﺉ