پکتیکا:له طالبانو سره په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیکا سیمه ایز چارواکي وایي، په سرحوزې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او نړېوالو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې دواړه لوري زیانمن شوي دي.

د دغه ولایت د اورګون ولسوال خورشید کټوازي ازادۍ راډیو ته وویل، جګړه تیره ورځ ناوخته هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډ کاروان حمله وکړه.

کټوازي زیاته کړه، په دې جګړه کې درې د ایساف او دوه د پولیسو موټر زیانمن شوي او وسله والو مخالفینو ته په ځوابي ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې په ډاګه نه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې جګړه کې یې د ایساف او نړېوالو ځواکونو لس موټر ویشتلي او له شلو زیاتو افغان او بهرنیو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خو سیمه ایز چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي.