د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په ارزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوي یو قومندان نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا وسله وال مخالفان د ګیزاب ولسوالۍ په چشمک دره سیمه کې وژل شوي دي.
ویل شوي، چې په همدې سیمه کې د ملا بسم الله په نوم د طالبانو یو مشهور قومندان د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات هم پولیسو او د ملي امنیت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.