واشنګټن د وسله والو پر ضد د اسلام اباد له اقداماتو څخه ناراضه دی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ښايي واشنګټن د پاکستان له پوځ سره د خپلو مرستو دریمه برخه په دې دلیل راکمه کړي چې د افراطي وسله والو پر ضد د اسلام اباد له اقداماتو څخه ناراضه دی.

په راپور کې د دریو جګ پوړو امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي دي چې ورځپاڼې ته یي ویلي، امریکا په پام کې لري چې له پاکستان سره په کال کې له دوو میلیاردو ډالرو مرستو څخه د اته سوه میلیونه ډالرو انډول پیسې او تجهیزات راکم کړي. په نوم ته ورکولې.

دې امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي دي، ښايي امریکا له پاکستان سره په امنیتي برخه کې خپلې کلنۍ مرستې په هغه صورت کې بیا په بشپړ ډول پیل کړي چې له اسلام اباد سره اړیکي بېرته ښه شي او پاکستاني چارواکي د افراطي وسله والو پرضد جدي اقدامات وکړي.