د اذرباييجان يو هوايي شرکت وايي، افغانستان ته يي وروسته تر هغه خپلې ټولې الوتنې بندې کړې، چې د دې شرکت يوه بار وړونکې الوتکه د افغانستان په ختيځ کې ولوېده.
د ورېښمينې لارې يا (سلک وې- Silk Way) دغه الوتکه د افغانستان د ختيځ په يوه ليرې پرته سيمه کې له غره سره وجنګېده او ٩ تنه سورلۍ يې ووژل شوه.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور پر اساس، د سلک وې هوايي شرکت مشر پرون (شنبې) خبريالانو ته وويل، دوي افغانستان ته خپلې الوتنې د دې لپاره درولي، چې د رالوېدلې الوتکې د لوېدو علت وڅېړي.
افغان او بهرنيو ځواکونه د خپلو اکمالاتو لپاره له همدغو الوتکو کار اخلي.
د سلک وې هوايي شرکت باروړونکو الوتکو هره پنجشنبې افغانستان ته الوتنې کولې.