نړۍ د نوي هېواد جنوبي سوډان په جوړېدو خوښ دي

د نړۍ بېلابېلو مشرانو د يوه نوي هېواد په توګه د جنوبي سوډان د جوړېدو هرکلۍ وکړ.

اروپايي ټولنې، بريتانيا، کاناډا او ترکيې د نورو هېوادونو تر څنګ د جنوبي سوډان د خپلواکۍ هرکلۍ کړى دى.

د جنوبي سوډان اوسېدونکي په پلازمېنه جوبا کې د خپل هېواد د بيرغ په رپولو سره د خپلې خپلواکۍ لومړۍ ورځې لمانځي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د سوډان ولسمشر عمر البشير هم د هغو نړېوالو مشرانو په ډله کې دي، چې په دغو مراسمو کې ونډه لري.

دغۀ نوي هېواد په تېره جنورۍ کې د ټولپوښتنې په نتيجه کې خپله خپلواکي واخيسته.