په پنجشیر کې یو افغان افسر ۲ امریکايي پوځیان ووژل

د پنجشیر چارواکي وايي، چې نن په دې ولایت کې د ملي امنیت د یوه افسر له خوا دوه امریکايي پوځیان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

د دې ولایت د والي مرستیال عبدالرحمان کبیري ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیښه په حصه دووم ولسوالۍ کې شوې ده او د ملي امنیت افسر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې دغو پوځیانو د روزونکو دنده درلوده.

ځینو عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته وویل، چې لومړی د امریکايي روزونکو او د ملي امنیت د افسر تر منځ په خبرو کې تاوتریخوالۍ راغلی.

تر دې مخکې هم د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې امریکايي او نور بهرني سرتیري د افغان سرتیرو له خوا وژل شوي دي.