د ننګرهار چارواکي وايي، چې په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د هلکانو او نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، چې نامعلومو وسله والو تیره شپه د غزو په کلي کې لومړی د دې ښوونځی ساتونکي تړلي او بیا یې دې ښوونځی ته اور اچولی دی.
تیره اوونۍ هم په همدې ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو د نجونو عالي لیسه سوزلې وه.
تر دې مخکي د شینوارو قومي مشرانو د پوهنې له ریاست سره ژمنه وکړه، چې د دوی په سیمه کې د مځکې پر سره په جنګ کې به هیڅوک ښوونځیو ته زیان نه رسوي.
خو د یادې ښوونځي د سووزلو مسوولیت چا نه دی منلی.