د ترکمنستان ولسمشر له مخالفانو وغوښت چې په ټاکنو کې برخه واخلي

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف نن د لومړي ځل لپاره مخالفو سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړې، چې د دې هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دې برخه واخلي، چې ټاکل شوې د راتلونکې کال د فیبروري په میاشت کې ترسره شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، قربان قلي بیردي محمدوف دا اعلان په هغه حکومتي غونډه کې کړې، چې بهیریې د ترکمنستان له دولتي تلویزون څخه خپریده.

د یادونې وړ ده، چې د ترکمنستان د اپوزیسون ډیر یاد غړي له هیواده بهر دي او د مخالفو سیاسي ګوندونو ډیر نور مشران په زندانونو کې دي.