د ملګروملتونو سرمنشي د لیبیا له صدراعظم بغدادي المحمودي څخه پرون په ټليفوني خبرو کې غوښتنه وکړه، چې جګړې بندې کړي او په دې هېواد کې د بشري وضعیت له ښېګڼې سره مرسته وکړي.
بانکي مون د روانو سختو جګړو د ختمولو لپاره د یوې بېړنۍ لارې د موندلو، د سخت بشري حالت د ښېګڼې او د قدرت د انتقال د داسې یوه میکانیزم د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې لیبیا ته سوله راولي.
ښاغلي بانکي مون وویل، د لیبیا لپاره د ده ځانګړی استازی عبدالإله الخطيب هڅه کوي، چې د سولې داسې یوه لاره ومومي چې د لیبیا ټولو خلکو ته د منلو وړ وي.
د ملګروملتونو د سرمنشي دفتر وايي، د لیبیا صدراعظم له بان سره ومنله چې خطیب باید د بېړنیو سلامشورو لپاره سمدستي طرابلس ته لاړ شي.
په لیبیا کې د رژیم وسله والو مخالفینو له فبرورۍ میاشتې راهیسې د معمرقذافي د لیرې کولو لپاره جګړې پیل کړې دي.
د ناټو پر هوايي بمباریو سربېره لویدیځ د وسله والو له ملي انتقالي شورا سره چې د بريتانیا او فرانسې په ګډون له شلو زیاتو هېوادونو په رسمیت پېژندلې ډیپلوماتیکې او مالي مرستې کوي.