یمن:القاعده ۱۰سرتیري وژلي

يوه يمني پوځي مقام نن وويل، چې د القاعده مشکوکو غړېو د دغه هېواد په جنوب کې پر پوځيانو د بريد په ترڅ کې لس عسکر وژلي دي.

وسله والو حمله کوونکو په ابيان ولايت کې د عسکرو پر موټر ډزې وکړې.

دا عسکر د چهارشنبې په ورځ د هېواد په شمال کې لودير ښار ته روان ول.