د ۲۰۱۸کال د المپیک لوبې به په جنوبي کوریا کې ترسره شي

پریکړه وشوه، چې د جنوبي کوریا په ( پیونګچانګ) ښار کې په دوه زره اتلسم میلادي کال کې د ژمي د المپیک لوبې ترسره شي.

جنوبي کوریا ته دغه ویاړ پرون ورپه برخه شو او پخوا یې دوه ځلې ورته هڅه کړې وه خو ناکامه شوې وه.

پیونګچانګ د جرمني مونشن او د فرانسې له ( انیسي) ښارونو څخه د دوه زره اتلسم کال د ژمنیو لوبو د المپیک امتیاز خپل کړ او په جنوبي افریقا کې د المپیک د نړیوالې کمیټې له لورې یې سري انتخابات وګټل.

له جاپانه پرته جنوبي کوریا لومړی اسیایي هیواد دی چې د ژمي د المپیک لوبې به په کې وشي.