روسیه:له افغانستانه د نشه يي موادو قاچاق نیغ په نیغه نړۍ ګواښوي

د روسیې له نشه يي موادو سره د مبارزې رییس وایي، له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق مستقیما د نړۍ ثبات ګواښي.

ویکتور ایوانوف د ګډو ګټو هېوادو په لسمه غونډه کې پرون وویل، له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق زموږ په هېوادو کې بې ثباتۍ ته لمن وهي، منظم جنایتونه ورسره پراخیږي او د وسله والو جنایتکاره ډلو جوړېدو ته ځیني کسان هڅوي څو مخدر مواد بهر ته انتقال کړي.

د ګډو ګټو د هېوادو په امنیتي سازمان کې د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر جمهوریتونه راغونډ شوې دي.

د دغه سازمان غونډې ته ایوانوف دا هم وویل، چې د متخصصانو یوه ډله به جوړه کړو څو د مخدر موادو د قاچاق په برخه کې تازه معلومات راغونډ کړي.

په روسیې کې له نشه يي موادو سره د مبارزې رییس ایوانوف څرګنده کړه، چې په تیرو لسو کلونو کې په نړۍ کې شاوخوا یو ترلیون ډالره په نړۍ کې د جنایتونو د خپریدو او پراخیدو لپاره لګول شوې دي.