په پروان کې د لوېدلې الوتکې ټوله سپرلۍ روسان دي

د پروان ولایت چارواکي وايي، ټول هغه اته کسان چې تیره شپه ددې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د یوې باروړونکې الوتکې د راغورځیدو په پیښه کې ووژل شول، روسي اتباع دي.

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي ازادي راډیو ته وویل، چې دا الوتکه روسي وه او ناټو ځواکونو ته یې د لوژیستيک په برخه کې قراردادي کار کاوه.

وسلوالو طالبانو ادعا کړې، چې الوتکه د دوی د کسانو په حملې کې را غورځیدلې. خو د پروان والي بیا وايي، چې پیښه د تخنیکي ستونزې له امله شوې.