د غور ولایت یو شمېر سیمې له وسله والو پاکې شوي

د غور ولایت چارواکي وايي، چې په تصفوي عملیاتو کې د دې ولایت د شهرک او پساوند ولسوالیو یو شمېر سیمې یې له وسلوالو مخالفینو پاکې کړي دي.

د غور د امنیې قومندان خدایار قدسي ازادي راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، یو ملکي کس وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونو د شهرک ولسوالۍ لس کلي او پساوند ولسوالۍ
له وسلوالو مخالفینو تصفیه کړې او یوه اندازه وسلې او مهمات هم ګوتو ته ورغلي.