د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ وايي، جمهور رییس حامد کرزي د ولسي جرګې د انتخاباتو پر سر د روانې لانجې د حل لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا یوه نوې شپږ ماده طرحه ترلاسه کړې.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، چې جمهور رئیس ددې نوې طرحې په اړه نن د ارګ په ماڼۍ کې د ولسي جرګې له ځینو غړو سره هم خبرې وکړې.
په اعلامیې کې د طرحې د جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. د اعلامیې له مخې ټاکل شوې، چې جمهور رییس به ددې طرحې په اړه سبا له خپلو مرستیالانو، د سترې محکمې او د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون له چارواکو او خپلو سلاکارانو سره غونډه وکړي.
دغه طرحه په داسې حال کې وړاندې شوې، چې ولسی جرګې د تیرو انتخاباتو په نتایجو کې د ځانګړې محکمې له خوا بدلونونو د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.