یو نیول شوی پنځلس کلن ځانوژونکی خپله کیسه کوي

حیات الله چې په پاکستان کې یې زده کړې کړي او غوښتل یې د نجونو په ښوونځیو برید وکړي.

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې یې د کابل په سروبې ولسوالی کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو تن انتحاري نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت چې د چهارشنبې په ورځ دغه انتحاري رسنیو ته ښوده، وویل چې، نیول شوی کس پنځه لس کلن هلک دی او د پاکستان په کوټه کې یې د اوو (۷) میاشتو لپاره زده کړې کړي دي.

د وزارت په وینا، دغه هلک غوښتل په لومړی سر کې د کابل جلال آباد په لویه لار حملې وکړي او همداشان د نجونو په یو ښوونځیو هم برید ترسره کړي.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریالې مخفي عزیزی د نیول شوي انتحاري ځوان سره تفصیلي مرکه کړې ده:

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!