د یوې بریتانیایۍ بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ تنه ملکي افغانان وژل شوي

د بريتانيا دفاع وزارت تاييد کړه، چې د بريتانيي د هوايي شاهي ځواکونو يوې بي پيلوټه الوتکې پريوه طالب قوماندان د حملې په ترڅ کې څلور تنه ملکي افغانان وژلي دي .

د بريتانيي د دفاع وزات د ګارډين ورځپانې راپور تاييد کړ، چې په کې ويل شوي وو، د بريتانوي بې پيلوټه الوتکې په حمله کې چې په نودا کې د امريکايي ځواکونو د هوايي اډې له خوا کنترول کيده پريوه موټر حمله وکړه چې په کې د طالبانو يو پيژندل شوي قوماندان سپور و.

د فرانسي خبرې اژانس زياتوي، د بريتانيا د د فاع وزات پرون وويل، د مارچ په پينځه ويشتمه حمله تاييد کړي او د ملکي کسانو په وژنه يې خواشينې څرګنده کړي.

په دې حمله کې دوه مخالف وسله وال وژل شوي دي.

په راپور کې دا نه دي ويل شوي چې دا حمله په کوم ځاي کې شوي او د طالبانو کوم قوماندان هدف وو.

له درې کالو راهيسي د بريتانيا د بي پيلوټه الوتکو حملې پر افغانستان پيل شوي خو دا لومړی ځل دی، چې يوه بې پيلوټه بريتانوۍ الوتکه د ملکي افغانانو د وژنې مسووله پيژندل کيږي.