عراقي چارواکي وایي، د بغداد په شمال ښارګوټي کې پرون په دوو موټر بم چاودنو کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي او لسګونه نورټپیان دي.
امنیتي چارواکي وایي، یو موټربم او یوه بله چاودونکې وسیله د پایتخت شمال ته په شل کیلومترۍ کې په تاجي ښارګوټي کې د دولتي ودانۍ مخ ته د موټرو درولوپه یوه ګڼه ګوڼې ځای کې وچاودیدل. په دغه ښارګوټي کې اکثره سونیان اوسي.
د عراق د پوځ ویاند دغه حمله یوه امنیتي خلا وبلله او ویې ویل چې چارواکو یې د څیړنې امر کړی دی.