د سیاسي ګوندونو اغیز

د سیاسي چارو څیړونکي او لیکوال عبدالاحد محمدیار

ځوان فکر خپرونه د ازادۍ راډيو سیاسي اجتماعي خپرونه ده. په دې اونیز پروګرام کې ځوانان راغږو، ځکه چې ګڼ په دې باور دي چې د رسنیو له ازادۍ سره ځوانان د خپل نوي فکر په مټ نظامونو ته نوې لارې چارې په ګوته کوي او د دولتونو په پیاوړي کولو او کمزوري کولو کې د دوی ونډه د ټولنې د نورو برخو په انډول پیاوړې وي.

د ځوان فکر د دې اونۍ په خپرونه کې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر اغیزو او کمزوریو غږیدلي یوو.

په دې خپرونه کې د سیاسي چارو څیړونکي او لیکوال عبدالاحد محمدیار ، د ټولنیزو چارو کارپوه او لیکوال ډاکټر محب الله زغم او ازاد خبریال وحیدالله غازي خیل برخه اخیستې ده.