نورستان: د وسله والو او پولیسو ترمنځ نښته شوې

رپوټونه وايي، چې نن سهار د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي.

د نورستان امنيه قوماندان شمس الرحمن زاهد نورستاني ازادي راډيو ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د ګوارديش پله ته څیرمه، د سرحدي پوليسو پر پوسته بريدونه پيل کړي، چې لاهم جګړه روانه ده.

نوموړی وایي، وسله والو طالبانو، د ولسوالۍ پر ودانۍ هم برید کړی، چې اوسمهال یې پولیس د مقاومت په حال کې دي.

تر اوسه پورې چارواکو د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، چې په دې برید کې یې څلور امنيتي پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي او د بلې د نیولو په تکل کې دی.

کامديش ډيورنډ کرښې ته څیرمه پرته ولسوالۍ ده، چې د چارواکو په وينا وخت ناوخت د پاکستان له لوري وسله وال طالبان وراوړي او په سيمه کې د دولت ضد چارې ترسره کوي.

د دغه ولايت وانت وايګل ولسوالي هم له تیرو شاوخوا درې مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.