روسیه او ناټو د لیبیا پر سر د خپلمنځي اختلافاتو په کمولو کې ناکامه شول

روسيه او ناټو پرون ونه توانېدل چې په ليبيا کې د لوېديځوالو د هوايي بمباريو پر سر خپل اختلاف کم کاندي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د تورسمندرګي په غاړه په سوچي ښار کې د ناټو له سرمنشي اندريس فوګ راسموسن سره له خبرو وروسته وويل:

″تراوسه پورې په دې اړه تفاهم نه دی شوی، چې پرېکړه ليک په څه ډول عملي شي.″

لاوروف د ملګروملتو د امنيت شورا هغه پرېکړه ليک ته اشاره لرله، چې پر ليبيا يې هوايي بمباريو ته لار اواره کړه.

روسيې دې پرېکړه ليک ته رايه نه وه ورکړې او له هماغه وخته هر څومره چې د معمرقذافي د رژيم د هدفونو پرضد د ناټو هوايي حملو زور اخيستي، هومره د روسيې غوسه زياته شوې ده.

د روسيې او ناټو ترمنځ په اروپا کې د توغندويي دفاعي سيستم پر سر هم اختلاف په خپل ځای پاتې دي.

راسموسن وايي، چې بايد دا کليدي مساله حل شي، خو روسيه غوښتنه کوي چې دا سيستم دې په ګډه اداره شي خو دا په داسي حال کې ده؛ چې د امريکا متحد ايالتونه او ناټو مسکو ته د کم رول وړانديز کوي.