د انګلستان صدراعظم ناببره افغانستان ته راغی

د بريتانيا صدراعظم ډيويډ کامرون پرون افغانستان ته په يوه نااعلان شوي سفر کې وويل، چې د افغانستان امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې پر ځان باور ترلاسه کوي.

بريتانيا غواړي، چې له افغانستانه خپل کم شمېر سرتېري وباسي.

کامرون په هلمند کې د بريتانيا تر ټولو په لويه اډه (په باسټن کمپ) کې له بريتانوي پوځيانو سره وکتل.