جنوبي کوریا د پروان د عامې روغتیا ریاست ته ۸ امبولانسونه ورکړل

د پروان روغتیایي چارواکي وایي، جنوبي کوریا د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د اته امبولانسونو مرسته وکړه.

د پروان د عامې روغتیا ریس محمد قسیم سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه امبولانسونه د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کوریا د پي ار ټي ټیم له خوا اخیستل شوي.

نوموړي وویل، دغه امبولانسونه به په غرنیو سیمو کې فعالیت کوي او له دې سره به د زرګونو کسانو روغتیایي ستونزې هوارې شي.

د یادولو ده، چې دغه امبولانسونه پوره طبي وسایل له ځان سره لري.