د روسیې او ناتو شوراغونډه روانه ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، د روسیې او ناټو شورا غونډه روانه ده او کار یې هغسې چې موږ تمه کوله، ځکه اسانه پرمخ نه ځي چې په لیبیا کې د ناتو د رول او د ناتو په اروپایي غړیو هېوادونو کې د امریکا د میزایلو د دفاعي سیتم د نصبولو د پلانونو پرسر اختلافات په خپل حال پاتې دي.

د ناټو د اته ویشتو غړېو هېوادونو او د روسیې استازي نن د روسیې د تورې بحیرې په غاړه په سوچي تفریحي ښار کې خبرې کوي.

مسکو غواړي، چې دا ډاډ حاصل کړي چې دغه د میزایلو دفاعي سیستم به روسیه نه په نخښه کوي.

په عین حال کې د روسیې ولسمشر دیمیتری میدویدیف او د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما د دغې غونډې په حاشیه کې په لیبیا کې د سولې د پلان په اړه خبرې کوي.

روسیې د ملګروملتونو له خوا د ناتو ماموریت ته چې هدف یې په لیبیا کې د معمرقذافی د رژیم له حملو څخه د ملکي وګړوخوندي کول دي، له رایې ورکولو ډډه کړې وه.

زوما او د روسیې صدراعظم ولادمیر پوتین دواړو په لیبیا کې چیرې چې یاغیانو نن له قدرته د قذافي د لیرې کیدو لپاره د نوېو پراخو حملو د پلان خبر ورکړ، د ناتو پرهوایي عملیاتو انتقاد کړی دی.