مصر:پر پایپ لاین برید شوی

د مصر چارواکي وايي، نن سهار د ګازو پرهغه پایپ لاین چې اسرایل او اردن ته ګاز انتقالوي برید شوی دی.

تر دې مهاله د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی، چارواکي وايي دا چاودنه په ایل اریش سیمه کې شوې ده.

دا سیمه د مصر او اسرایلو له پولې پنځوس کیلومتره لرې د مصر په خاوره کې پرته ده.

وروسته له هغې چې حسنې مبارک د څو میاشتو پخوانیو پاڅونونو په ترڅ کې له واکه لرې شو، دا د دې هېواد پر مهم پایپ لاین دریم برید دی چې کېږي .

تر اوسه چا د دې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.