په پکتیا کې ۷توغندي لګیدلي

د پکتیا په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې تیر مازدیګر ۷ توغندي لګیدلي چې نهه کسه په کې ټپیان شوي دي.

که څه هم د پکتیا امنیتي مسولینو لومړی وویل، چې دغه توغندي د پاکستان له لوري راتوغول شوي خو وروسته یې خپله خبره واخیسته او وې ویل چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

په سیمه کې د سرحدي پولیسو قومندان ظاهر ګل ویلي، دغه توغندي له بهر نه نه دي راغلي بلکه د ده په خبره د افغانستان له خاورې نه توغول شوي.

خو د سیمې خلکو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې دغه توغندي د پاکستان له خوا راغلي.