د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه ځانګړى بحث

د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو له کبله ګڼې کورنۍ بېځايه شوي دي

په دې وروستيو کې د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان پر ختيزو سرحدي سيمو شوي بريدونه د ختيزو سيمو د اوسېدونکو د انديښنې سبب شوي.

په دې اړه د خلکو نظرونه بيلابېل دي . ځينې افغانان وايي، پاکستان غواړي په دې ډول بريدونو سره د افغانستان خاوره لاندې کړي، ځينې يې د افغانستان د پرمختګ د مخنيوي هڅه بولي او ځينې یې نور ځانګړي هدفونه يادوي.

په دې اړه په سيمه کې د ازادۍ راډيو خبريال د ختيزو سيمو له دوو تنو نظرخاوندانو، د بټي کوټ ولسوالۍ له قومي مشر ډاکټر صديق مومند او شېرزادو او خوګياڼيو ولسوالۍ له قومي مشر ملک محمد حسن کمالزي سره خبرې کړي. د دوى تفصيلي بحث دلته اورېدلاى شئ:
http://pa.azadiradio.org/externalaudio-FLRM/Audio/316886.html