د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پنځه نورې خصوصي امنیتی کمپنۍ یې هم بې وسلې کړي دي.
د دې وزارت له تروریزم سره د مبارزې رییس جنرال سید عبدالفغار سیدزاده نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له دې کمپنیو څخه څه باندې پنځه نیم سوه میله وسله هم تر لاسه شوې او تر ډیره دا کمپنۍ لوړ رتبه دولتي چارواکو او زورواکو پورې مربوطې وې:
ده وویل، چې اته ویشت کمپنۍ دا مهال د خپلو فعالیتونو په اړه ټول لازم معلومات دې وزارت ته ورکړي او دوي کولای شی د روان لمریز کال تر پایه په دې هېواد کې خپل فعالیتونه پر مخ بوځي.