پروان:د جنوبي کوریا پر مېشتو ځواکونو بریدونه وشول

د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د جنوبي کوریا پر میشتو ځواکونو تیره شپه د توغندېو حمله شوې.

د پروان د امنیې قومندان جنرال شیر احمد ملداني ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې پیښه کې د جنوبي کوریا ځواکونو ته زیان او تلفات نه دي اوښتي.

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

په یو بل خبر کې د بلخ ولایت امنیه قومندان جنرال عصمت الله علیزی وایي، چې تیره شپه د دې ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د پراختیایي شورا مشر حضرت ګل د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

لا تر اوسه د نوموړي د وژلو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.