په کابل کې نن سلګونه کسان د پاکستان له خاورې د راکټي حملو د غندلو لپاره واټونو ته راوتلي وو.
دا مظاهره، د مشارکت جبهې په نامه د یو سیاسي خوځښت له خوا وه، چې د کابل د نوي ښار له سیمې د پاکستان د سفارت پر لور روانه وه او د پاکستان او پاکستاني ځواکونو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
مظاهره کوونکو د دغو حملو د ژر بندولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ختیځ زون د سرحدي پولیسو د چارواکو په خبره، چې له یوې میاشتې راهیسې د پاکستان له خوا د افغانستان کونړ او ننګرهار ولایتونو سرحدي سیمي تر ۷۰۰ په ډیرو توغندیو ویشتلي شوي، چې لسګونه ولسي خلک په کې وژل شوي.