سوریه: لسګونو زرو کسانو د حکومت پرضد مظاهرې وکړې

د بشري حقونو فعالان او عیني شاهدان وايي، چې د جمعې په ورځ د سوریې په بیلابیلو ښارونو کې په لسګونو زرو کسانو بیا د حکومت مظاهرې وکړې.

دا اعتراضونه چې له نږدې درې میاشتو راهېسې د بشارالاسد د ریژیم پر ضد پیل شوي د جمعې په ورځ یې یو وار بیا زور واخیست.

د بشري حقونو فعالان وايي په پرونیو مظاهرو کې د امنیتي ځواکو په ډزو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوې دي.

دوی وايي، په سوریه کې د مظاهرو د پیل راهېسې تر اوسه پورې تقریبا یو زر او څلور سوه کسان وژل شوي دي.

په پرونیو مظاهرو کې تر ټولو ستره مظاهره د حما په ښار کې وه، چې د جمعې تر لمانځه وروسته په لسګونو زره مظاهرچیان د دې ښار لارو کوڅو ته را ووتلي وو.