د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې نن د بېلاروس او سوریې پر مشرانو غږ وکړ چې د حکومت له خوا د مخالفینو له ځپلو لاس واخلي او په خپلو هېوادونو کې اصلاحات راولي.
په بېلاروس کې په وروستیو څو میاشتو کې د مخالفینو فعالیتونه زیات شوي دی.
سیاسي فعالان وايي، د بېلاروس حکومت سلګونه مخالفان بندیان کړي چې په دې لړ کې پنځه ویشت کسان د چارشنبې په ورځ نیول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې چې نن په لیتوانیا کې د ډیموکراسۍ په اړه یوه نړېوال کنفرانس کې خبرې کولې د نیول شوېو کسانو د خلاصون غوښتنه وکړه:
(موږ غوښتنه کوو، چې بېلاروس سیاسي بندیان خوشې کړي او له ډیموکراټیک اصلاحاتو سره سم ګام واخلي.
ځکه د بېلاروس د خلکو لپاره دا د ډېرې خواشینۍ خبره ده چې دوي له خپلو ګاونډېو هېوادونو سره په یوه لوی توپیر کې ژوند کوي او موږ ته رایادوي چې د یوې بشپړې ازادې اروپا جوړول لا هم یوه نېمګړې دنده ده.)
مېرمن کلېنټن پرون د بېلاروس له سیاسي فعالانو سره وکتل.
په همدې حال کې مېرمن کلېنټن نن خبرداری ورکړ، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد که د اعتراض کوونکو پرضد له تشدد څخه لاس وانه خلي او مخالفینو ته د ازادو غونډو اجازه ورنه کړي، ښايي له یوه منظم او پراخېدونکي مقاومت سره مخامخ شي.
د بشري حقونو فعالان وايي، چې په سوریه کې د روانو اعتراضونو له پیله تراوسه ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د عراق د حکومت له خوا د هغه وجهي صندوق د ادارې د اخیستو هرکلۍ کړی چې د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته د عراق د اقتصادي رغونې لپاره د دې هېواد د تېلو او ګاز د خرڅلاو د میلیاردونو ډالرو پیسو د ساتنې لپاره جوړ شوی و.
امنیت شورا په تېره ډیسمبر میاشت کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې د جون په دېرشمه د عراق د پرمختګ پر صندوق د ملګروملتونو او نړېوالې ټولنې سرپرستي پای ته ورسېده.
د امنیت شورا غړو په یوه اعلامیه کې، د دې صندوق پر اجرااتو د عراق د حکومت د بشپړې ادارې د پیل هرکلی کړی.