په لیبیا کې د حکومت وسله والو مخالفینو له فرانسې څخه دې ډلې ته د وسلو د برابرولو په خاطر مننه کړې ده.
د لیبیا د انتقالي شورا مرستیال مشر محمودجبریل نن په بن غازې ښار کې وویل، د لیبیا خلک نن د نفوسا په غرونو کې مصوون شول، نو ځکه ده د لیبیایانو له مېړانې او اتلولۍ او د فرانسې له پوهې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
د فرانسې د پوځ یوه ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، فرانسې بربر قبیلې ته چې پرضد د نفوسا په غرونو کې د قذافي د رژیم جګړه کوي، سپکې وسلې استولې دي.
له دې مخکې یوازې د قطر په اړه معلومات و، چې له دې وسله والو سره پوځي مرستې کوي.
د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ راسموسن ویلي، لویدیځ هېوادونه د فرانسې په دې نوښت کې برخه نه لري او زیاته یې کړه چې دی، د لیبیا له وسله والو سره د ناټو د بل کوم غړي هېواد د پوځي مرستو په اړه معلومات نه لري.