خوست:پاکستان ۱۱راکټه راتوغولي

په خوست کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له خاورې دې ولایت پر دریو سیمو یوولس راکټونه توغول شوي دي.

په خوست کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ګل احمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي په دې اړه د کورنیو چارو وزارت چارواکو ته خبر ورکړی خو تر اوسه د ځوابي بریدونو قومانده نه ده ورکړل شوې.

نوموړی وايي، په دې بریدونو کې چاته زیان نه دی اوښتی. ګل احمد ویلي چې که د کونړ او ننګرهار په څېر د پاکستان له خاورې حملې دوام وکړي، نو په دې ولایت کې دېره امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د خلکو په مرسته د ګولۍ ځواب په ګولۍ ورکړي.

ګل احمد همدا راز خبر ورکړ، چې د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په دې ولایت کې شپږ تنه وسله وال مخالفین نیول شوي.

ده د نیول شوېو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.