په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، د حقاني شبکې یو فعال غړی اسماعیل جان یې د پکتیا په مرکز ګردیز کې په هوایي حمله کې وژلی دی.
دغو ځواکونو دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ګمان کیږي اسماعیل جان د کابل د وړمې شپې حمله کې لاس درلود ځکه چې مسولیت یې حقاني ډلې هم په غاړه اخیستی و.
ایساف وایِي، اسماعیل جان د افغانستان په چارو کې د حقانې شبکې د مشر مرستیال و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایساف په هوایي حمله کې له اسماعیل خان سربیره د دغې شبکې یو شمیر نورغړي هم وژل شوي، چې له وړاندې یې دوی په اړه استخباراتي راپورونه درلودل.
ایساف وایي، دغه کس د خوست او پکتیا په سرحدي سیمو کې فعالیت کاوه او له دوه زره لسم میلادي کال راهیسې یې شا اوخوا دېرش تنه د حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد حملو ته هڅولي.