په جنوب کې د ایساف یو عسکر وژل شوی

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، د هیواد په جنوب کې د دوی یو سرتیری وژل شوی.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس د ماین په چاودنه کې وژل شوي خو دهویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.