اوباما: د قذافي واک ډېر کمزوری شوی

د امریکا ولسمشر وویل، د معمر القذافي د رژیم پر ضد د ناټو عملیاتو د هغه واک ډیر کمزوری کړی دی.

خو بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د دې ماموریت هدف ته هغه وخت رسیدلی شوچې قذافي واک پریږدي:

″د نړیوالې ټولنې له نظره، پرته له څه شکه چې د قذافي استعفی دا مانا لري چې د دې ماموریت ابتدایي هدف ترلاسه شوی دی او هغه د لیبیا د خلکو ساتنه ده.″

بل لور ته د فرانسې پوځ وایي، چې د پراشوت له لارې یې د قذافي د حکومت پر مخالفانو وسلې ویشلې دي.

فرانسه د ناټو په غړیو هیوادو کې لومړی هیواد دی، چې ښکاره وایي، د قذافي مخالفانو ته یې وسلې ورکړې دي.