چک له افغانستان خپل یو شمېر عکسر باسي

چک جمهوریت غواړي چې له څلورو یوه برخه عسکر د راتلونکي میلادي کال تر دوهمې نیمایي له افغانستانه وباسي.

د چک لوی درستیز (ولاستیمیل پیچک) د چهارشنبې په ورځ په پراګ کې وویل، په افغانستان کې به د دوه زره دولسم میلادي کال تر دوهمو شپږو میاشتو د چک د پوځیانو شمیر پنځه سوه شلو ته راښکته شي.

چک اوسمهال په افغانستان کې اوه سوه شل عسکر لري، چې اکثر یې په لوګر کې د ولایتي بیارغاونې د ډلې غړي دي.