دوه فرانسوي خبریالان چې له یو نیم کال راهیسې په کاپیسا کې برمته وو، نن فرانسې ته استول کیږي.
هیرف غیسکیوري او ستیفن تاپونیر پرون غرمه خوشي شول. دوی د فرانسې له دریم تلویزیون سره کار کاوه او له دریو افغانانو سره چې یو یې ژباړونکی و د دوه زره نهم میلادي کال د ډسمبر په دېرشمه وسله والو برمته کړل.
دوه افغانان مخکې خوشې شوي وو او دریم یو یې د رضا په نوم له دغو دو خبریالانو سره پرون یرغمل کوونکو پریښود.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې د دغو دوو خبریالانو په خوشي کیدو په بدل کې د پیسو د ورکولو خبره رد کړه.