په مصر کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښته شوې

په قاهره کې نن د دویمې ورځې لپاره د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتې شوې دي. داسې مظاهرې د فیبروري له هغه پاڅونونه چې حسنې مبارک له واکه لرې کړ راوروسته د لومړي ځل لپاره لیدل کېږي.

ویل کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت د مظاهره چیانو د خورولو لپاره د بلوا ضد پولیس استولې او هغوی پر مظاهرچیانو د اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

مظاهره چیان چې ډیري یې ځوانان دي، او پر امنیتي ځواکونو د اوربمونه او کاڼې وروي غوښتنه کوي، چې د پخوانیو واکمنو محاکمې دې چټکې شي.

راپورونه وايي، د مظاهره چیانو نننی شمیر د پرونیو په مقایسه چې په کې په سلګونو خلک د تحریر څلورې لارې ته راووتل او له پولیسو سره یې اخ ډب وکړ کم وو.

ویل کېږي چې په دې شخړو کې ۴۱ پولیس او دوه ملکیان ټپیان شوي او کڼ شمیر نور نیول شوي دي.