په سعودي عربستان کې ۵ تنه ښځې نیول شوي

د سعودي د بشري حقونو فعالان وايي د هغه کمپاین په لړ کې چې یو شمیر ښځې غواړي په دې هیواد کې د موټر چلولو اجازه ولري لږ تر لږه پنځه تنه ښځې نیول شوې دي.

دا نیونه له هغې وروسته چې د ښځو پر موټر چلونې د بندیزونو د ختمولو لپاره نژدې دوه اونۍ د مخه یو کمپاین پیل شو، د سعودي د حکومت لومړني لوی عکس العمل په ډاګه کوي.

له تیرو څو اونیو راهېسې په پایتخت ریاض او ځینو نورو ښارونو کې په لسګونو ښځې د موټر چلولو پر مهال لیدل شوې دي.