د کندهار امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې وروسته نا پیژندل شوو وسله والو د دغه ولایت د حج او اوقافو ریس عبدالله حلیم وواژه.
د کندهار د امنیې قومندانۍ سرپرست عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل، وسله والو عبدالله حلیم د کندهار د لومړۍ حوزې د جوړې په سیمه کې وواژه او له ډزو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.
نوموړي وویل، دوی د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړي.
تراوسه کومې ډلې هم د دغې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ولسمشر حامد کرزي هم دغه حمله غندلې او دا یې د افغانستان د ښمنانوکار بللی.
له دې یوه ورځ مخکې هم په کندهار کې یو قومي مشر حاجی ملنګ د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی و.