د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي، دوی به په افغانستان کې د دوو فرانسوي خبریالانو د تښتولو په غبرګون کې سبا د فرانسې په ایګور سټراوینیسکي څلور لارې کې مظاهره وکړي.
د افغانستان لپاره د دغې ټولنې څیړونکي رضا معینې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلی و او له لوړ پوړ چارواکو څخه یې د دغو خبریالانو د خوشې کیدو مرسته وغوښته.
د غې ټولنې دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان چارواکو ورته ډاډ ورکړی، چې خپلې هڅې به ګړندۍ کړي ترڅو دغه فرانسوي خبریالان خوشې کړي.
غیس کوایر او تاپونیر د فرانسوي تلویزیون دوه خبریالان دي، چې څه باندې یو نیم کال مخکې د کابل په شمال کې د کاپیسا په ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوي او لا هم د دوی په بند کې دي.