فرانسوۍ کریسټین لاګارډې پرون د نړیوال وجهي صندوق ای. اېم. اېف د رییسې په توګه ونومول شوه. هغه لومړنۍ ښځه ده، چې د دې نړیوالې ادارې د ریاست لپاره غوره کیږي.
د ای. اېم. اېف څلرویشت کسیز اجرایوي بورډ پرون په واشنګټن کې په غونډه کې تایید کړه، چې لاګارډې به د دې مالي ادارې د اجرایوي ریسې په توګه دنده ترسره کوي.
په دې توګه به نوموړې د پخواني ریس شتراوس کان ځای نیسي، چې د تیرې می په میاشت کې یې له خپلی دندې په دې خاطر استعفا ورکړه، چې پرځان د یوې نجلۍ له خوا د جنسي تیري د تورونو په قضیې کې له ځانه دفاع وکړي.
لاګارډې پرون په پاریس کې وویل:
″زه ډیر د ویاړ، پرمختګ او لږ څه د خفګان احساس کوم، ځکه اوس باید له خپل ټول هغه فصل څخه لاس واخلم چې خپل ټول ژوند مې فرانسې ته وقف کړی و.″
د لاګارډې په وړاندې عاجل بحران په یونان کې د لګښتونو د کمولو د پلان په وړاندې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې دي، چې د ایرو زون ثبات یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
نوموړې د هغو اقداماتو په خاطر چې د فرانسې د مالیې د وزیرې په توګه یې په تیرو درې کلونو کې په اروپا کې د مالی بحران په جریان کې کړي، پراخ احترام خپل کړی او همداعلت و، چې امریکایي چارواکو یې ملاتړ کړی دی.